
ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران او امریکا او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د کوټلي او پوځي تاؤتریخوالو وروسته بلاخره دغه بحران په موقتی توګه د وري د میاشتې په نولسمه پاي ته ورسید چې د پاکستان حکومت تل پاتې سولې ته د رسیدا لپاره د یولړ خبرواترو اهتمام وکړ. د ایران له خوا دجنګ دریدا پّداسې حال کې ومنل شوه چې تهران ټينګار درلود باید دا ،د ایران په ضد دجنګ دایمي دریدا او د ایران د ولس دحقوقو د تامینیدا لپاره یوه حل لاره شي.
نن سهار وختي ددغو خبرواترو له ختمیدا وروسته د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي په یوه راپور کې لیکلي ديؤ،په تیرو۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي،ایټمي موضوع، د جنګ د تاوانونو د ګرمَې، دبندیزونو دختمیدا د ایران په ضد او په سیمې کې د د جنګ بشپړ ختمیدا پشمول دخبرواترو په اصلي موضوعګانو خبرې وشوې.ددغه ډيپلوماټيک بهیر بریالیتوب د مقابل لوری له جدیّت او ښه نیت سره او له غیر قانوني زیات غوښتو څخه له ډډه کولو او دغه راز د ایران د حقه حقوقو او روا ګټو له منلو سره اړونده دی.

هغه په دوام کې وئيلي، د اسلام اباد مذاکرات په تیر یوه کال کې د ایران او امریکا ترمینځ ترټولو اوږدې خبرې اترې وې.په اسلام اباد کې په خبرو اترو کې دهرمز تنګي او سیمې پشمول ډير پیچلي شرائط او موضوعګانې ورزیاتې شوې، طبیعي خبره وه چې ددغو موضوعګانو یوازې په ۲۴ ساعتونو کې د حل تمه ،له انتظاره لیرې ده. په دغه پړاؤ کې دواړو لورو په ځينو زمینو کې سره موافقه وکړه ، او دهرمز تنګي او سیمه ایزو مسئلو پشمول په ځينو زمینو کې سره اختلاف او د نظر لیریوالی موجود ؤ.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه خبرې اترې له څلویښت ورځني جنګ او اور بند وروسته په یوې بې اعتماده بلکې په یوې بدګمانه فضا کې ترسره شوې،ووئيل؛ امریکا د اسرائيلي رژيم په ګډون سره په تیرو نهو میاشتو کې دوه ځله تیری کړي دي. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ډيپلوماسي پاي ته ورسیده ووئيل؛ ډيپلوماسي هیڅکله هم پاي ته نه رسیږي،خارجه وزارت د ملی ګټو د ساتلو،خوندیتوب او تامینولو لپاره یو آوزار دی او د ایران،پاکستان او دوست اوګاوندیو هیوادونو ترمینځ به سلامشورې هماغه راز دوام ومومي.

د اسلام اباد دخبرو اترو له پاي وروسته د امریکائي پلاوي مشر او ددغه هیواد د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د امریکا د ادعاګانو په تکرارولو سره ووئيل؛ مونږاوس ۲۱ ساعتونه کیږي چې په کاراو خبرو بوخت یوو او له ایرانیانو سره مو ډير کوټلی بحثونه درلودل، دا ښه خبره ده ،خو له دې بد خبر دا دی چې مونږ کومې موافقې ته ونه رسیدو او فکر کوم دا د امریکا په نسبت د ایران لپاره ډير بد خبر دی.

البته له دغو خبرواترو وروسته او د ایراني پلاوی د بیرته راګرځیدو په وخت د ایران د مرکچي ټيم مشرهم وئيلي دي،په دغو خبرو کې د مونږ د نوښتونو په وړاندې،امریکا د ایران اعتماد جلب نه کړئ شو.
محمد باقر قالیباف له اسلام ابادهپه ایکس چینل کې روښانه کړې ده، له خبرواترو مخکې مو هم ټينګار کړی چې مونږ ښه نیّت او لازمه اراده لرو،خو د دوو مخکینیو جنګونو د تجروبو په دلیل، په مقابل لوري هیڅ اعتماد نه لرو.

هغه ووئيل، په ایراني پلاوي کې زما ملګرو، یعني د میناب ۱۶۷ په نامې سره ټيم، مخ په وړاندې نوښتونه مطرح کړل،خو مقابل لوری په نهایت کې ونه توانید ،د خبرواترو په دغه پړاؤ کې د ایراني پلاوي اعتماد جلب کړي.
قالیباف وئيلي؛ امریکا د مونږ منطق او اصول درک کړل، او اوس وخت رارسیدلی دی څو فیصله وکړي چې آیا د مونږ اعتماد جلبولی شي؟
هغه روښانه کړه، مونږ هره هینداره یعني د اقتدار ډيپلوماسي د ایران د ملت د حقوقو د احقاق لپاره د پوځي مبارزې ترڅنګ یوه بله روده ګڼو او د ایرانیانو دملی دفاع د ۴۰ ورځنئ دفاع د بریاؤ د تثبیتیدا لپاره به هیڅه ونه سپَمَوو.

ډيپلوماسئ او اوربند ته د پابندئ په باب به د امریکا د کرغیړن ولسمشر فیصلې او راتلونکي بدلونونه وښئ چې امریکا به د انتخابی پوځي شخړې د ختمولو لپاره خپلې ګټې په نظر کې ونیسي یا هغه د نتنیاهو د ګټو او په لړ کې او د تائيد وړ دي. تاریخي پړاؤ هم د ټرمپ د ځوان مرستیال جی ډي ونس په وړاندې دی څومشخصه کړي،له جنګه د ترلاسه شوو تجروبو ته به په څومره اهمیّت ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4345907